په ننګرهار کې؛ ۹ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیول شوي

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د څو بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، د جلال آباد ښار، نازیانو او دوربابا ولسوالیو په اړونده سیمو کې، ۹ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تړاو نیولي.
د نیول شویو کسانو څخه، ۲۰ کیلو ګرامه چرس، ۷ کیلو ګرامه تریاک، ۲ کیلو ګرامه شیشه او ۲۲ لیټره تیزاب لاسته راغلي.