د ميدان وردګو ولايت پولیسو له ښوونيز مرکز څخه نېږدې ۴۲۰ تنه د پوليسو منسوبين د مسلکي او شرعي زده کړو وروسته فارغ شوي.

فراغت غونډې ته د کورنیو چارو وزارت اداري مرستيال الحاج مولوي رحمت الله نجیب، د ښوونې او روزنې لوی قومندان الحاج پاسوال قاري روح الله عبيده او د یاد وزارت یو شمېر نور چارواکي ورغلي وو.
غونډې ته مسوولينو په خپلو ویناوو کې د زده کړیالانو له هڅو د مننې تر څنګ دوی خپلو اصلي دندو ته ځير کړل او له دوی ېې وغوښتل چې د دندې د ترسره کولو په وخت کې له ولس سره نيک چلند وکړي.
غونډه د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېده.