په هرات ولایت کې د غلو یوه درې کسیزه وسله واله ډله نیول شوي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۹ - ۱۱:۲۳
سشیبسب

د هرات ولایت امنیې قومندانۍ امنیتي پولیسو د ماهرو غلو یوه درې کسیزه وسله واله ډله نیولي، چې د یو مسافر وړونکي موټر او د بې هوشۍ موادو له کارولو څخه په استفادې به يې د هرات ولایت د ګڼه ګوڼو په ځایونو کې مسافر لوټل.
له نیول شویو کسانو څخه یو میل سلاح، څه باندي ۷۰۰ زره غلا شوې پيسې او دوه عرادې موټر هم ترلاسه شوي دي.