خبرونه
کابل کې دوه کسان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شول
د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له ملي امنیت منسوبینو سره یو ځای په کابل کې ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو تښتول شوی "ډاکټر" د انسان تښتوونکو له قیده ژغورلی دی.
ی. . .
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه قاچاقبران له یو اندازه نشهيي توکو سره نیولي
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بلخ او نیمروز ولایتونو کې دوه جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه د نشهيي توکو د قاچاق په تور نیولي او یو اندازه نشهيي توکي یې. . .
پکتیا او لوګر کې څلور تنه د وسلو او نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په پکتیا او لوګر ولایتونو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه د وسلو او نشهيي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
یاد عملیات د لوګر ولایت په. . .
د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
پولیسو په کاپيسا، هرات او بلخ ولایتونو کې ځینې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له ډلې؛ د کاپیسا ولایت په حصې دوم کوهستان ولسوالۍ کې. . .
د هېواد په دوو ولایتونو کې له ۱۱ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په احمدزي کلي کې ځینې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو د اتو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی. . .
پروان کې دوه جنایتکاران ونیول شول
د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په یاد ولایت کې د پولیسو تر څار لاندې دوه جنایتکاران نیولي دي.
یاد کسان د پولیسو د یو لړ هدفمند عملیاتو په پایله کې. . .
د هېواد په پینځو ولایتونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په جوزجان، ننګرهار، بغلان، پنجشېر او بدخشان ولایتونو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو. . .
خوست کې له یوې خونړۍ موټربم چاودنې مخنیوی شوی
پولیسو تېره شپه د خوست ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې له یوې موټربم چاودنې مخنیوی کړی دی.
دوه ترهګرو غوښتل یاد موټربم خوست ښار ته دننه کړي او د اختر په شپو ورځو کې چاودنه ورکړي، چې د. . .
کابل کې د وسله والو غلو درې کسیزه ډله ونیول شوه
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې وسله وال غله نیولي دي.
دې وسله والو غلو له څه مودې راهیسې د ۱۲مې او ۱۶مې امنیتي حوزو او بګرامي. . .
