خبرونه
د هېواد په پینځو ولایتونو کې ۱۳ تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول
د جوزجان، بامیان، پروان، بلخ او کونړ ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۳ تنه د وژنې او وسله والو غلاو په تور. . .
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین له پکتیا ولایت څخه لیدنه وکړه
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین لوی پاسوال محمد انور بریپال پکتیا ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د یاد ولایت امنیتي وضعیت وارزوه.
محمد انور بریپال د پکتیا په کچه د منسوبینو د. . .
ستر امنیتي معین د کابل امنیتي چارواکو ته دستور ورکړ، چې د "امنیتي میثاق" په تطبیق کې جدي عمل وکړي
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع نن د هغې غونډې په لړ کې چې د کابل له امنیتي مسوولینو سره یې درلوده، دوی ته یې دستور ورکړ، چې د "امنیتي میثاق" د پلې کېدو په. . .
د هېواد په دوو ولایتونو کې له اوه چاودنو د مخنیوي برسېره، لغمان کې دوه حرفوي ماین جوړونکي نیول شوي
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت په مرکزي سیمو کې دوه بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه د شپږو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی. . .
د نظامي زدهکړو د ماسټر پوهنمل ملپاسوال عبدالمنان همدل د مړینې په تړاو د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د ډاډګیرنې او خواخوږۍ پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد یوه پیاوړي نظامي ملپاسوال عبدالمنان همدل له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
إِنَّا للّه وإِنّا إِلَیهِ رَاجِعُونَ.
خدای بښلي ملپاسوال. . .
هرات کې یو ترهګر چې د یوه دیني عالم د ترور قصد یې درلود، ونیول شو
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو هغه ترهګر نیولی، چې غوښتل یې یو دیني عالم ترور کړي.
نیول شوي کس قصد درلود، څو د هرات ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې یو دیني عالم د ګولۍ په ډزو. . .
بغلان کې ۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې ۹ تنه د وسله والو غلاو، د لېږدوونکو وسایطو د غلا او د وژنې په تور نیولي دي.
دا کسان د تېرو دوه ورځو په لړ کې د. . .
هرات کې ۱۴ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۴ تنه د وسله والو غلاو، د لېږدوونکو وسایطو د غلا، د غیرقانوني وسلو د لېږد، پېر او پلور په تړاو نیولي دي.
دا کسان. . .
غور کې د پولیسو د درېیو منسوبینو د شهادت لامل ونیول شو
پولیسو په فاریاب ولایت کې هغه سرباز نیولی، چې دوه میاشتې دمخه یې خپل درې همکاران شهیدان کړي وو.
یاد سرباز د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې دنده ترسره کوله، چې د دندې پرمهال یې د. . .
