کابل کې یو کس له کابو ۵۰۰ زره افغانیو جعلي پیسو سره ونیول شو

د جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د ۴۹۶۰۰۰ افغانیو جعلي پیسو د خپرولو په تړاو نیولی دی.
د یادونې وړ ده چې د نیول شوي کس نسبتي دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.