کابل کې ۷ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
![7](/sites/default/files/2020-10/121573991_1832736506864238_8080249860493841548_o_13.jpg)
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، څلورمې، شپږمې، نهمې او یوولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، د پیسو د غلا، د موبایل د غلا او د دوکې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.