لوګر کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو یې نیول شوی

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۳:۱۸
h

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد ځینې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې نیول شوی دی.
په یادو عملیاتو کې د ترهګرو یو میل توغندی، یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تفنګچه، یوه پایه مخابره، یو کړۍ لاسي بم، یو عراده موټرسایکل او یو اندازه نظامي مهمات او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.