نیمروز کې له قاچاقبرانو سره نښته؛ یو قاچاقبر وژل شوی او بل یې نیول شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۴۸
5

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره شپه د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو د نیولو په موخه ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې د یوې لنډې نښتې په پایله کې یو قاچاقبر وژل شوی او بل یې نیول شوی دی.
له یادو قاچاقبرانو څخه ۴۳ کیلوګرامه هیرویین، ۳۷ کیلوګرامه تریاک، ۶۰ کیلوګرامه ښيښه، دوه کیلوګرامه کېمیاوي توکي، یو میل کلاشینکوف او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.
پدې نښته کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو ته کوم زیان ندی اوښتی.