ننګرهار کې دوه تنه د زیات شمېر جعلي پیسو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په ننګرهار ولایت کې د ځینو کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د دوه میلیونه او سل زره افغانیو جعلي پیسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو ضبط شوې پیسې په یو عراده موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړې وې او غوښتل یې کابل ته یې قاچاق کړي، چې په تورخم بندر کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.