د هېواد په څلورو ولایتونو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، پروان، بدخشان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څلورو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د "هیرویینو او تریاکو" د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کابل په ورودي دروازه "خیرخانې کوتل" سیمه کې یو کس له پنځه کیلوګرامه تریاکو، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په "دولت شاهي" کلي کې یو کس له نږدې شپږ کیلوګرامه تریاکو، د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې یو کس له څلور کیلوګرامه هیرویینو او همدارنګه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم دوه تنه له ۱۲ کیلوګرامه هیرویینو سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.