هرات کې د حرفوي غلو د یوې څلور کسیزې ډلې په ګډون اوه تنه ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څلورو جلا عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وسله والو غلاو او د وسایطو د غلا په تړاو نیولي دي.
د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د وسله والو غلاو په تړاو یوه څلور کسیزه ډله نیول شوې، چې د وسله والو غلاو او د وسایطو د غلا په ګڼو قضیو کې یې لاس درلود.
یادې ډلې د لومړنیو څېړنو پر مهال په ګڼو قضیو کې پر لاس لرلو اعتراف کړی دی.
همداراز؛ د هرات ښار د اومې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم دوه تنه د هټیو د غلا او یو کس په انجیل ولسوالۍ کې د موټرسایکل د غلا په تړاو له یو عراده غلا شوي موټرسایکل سره یو ځای تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.