کابل کې شپږ وسله وال غله ونیول شول

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د جرمونو ضد د ګڼو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وسله والو غلاو په تړاو نیولي چې د یادو کسانو له ډلې څلور تنه د څلورمې او شپږمې ناحیو او دوه تنه د پنځلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د منفلقه توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
نیول شوي کسان حرفوي غله دي، چې په کابل ښار کې يې د غلاو په لسګونو قضیو کې لاس درلود.
بلخوا؛ د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې هم یو عراده غلا شوی کرولا ډوله موټر ترلاسه او څښتن ته یې سپارل شوی دی.