د هېواد په درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۹:۵۲
6

د ملي پولیسو منسوبینو په کابل، کندهار او بلخ ولایتونو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د وژنې، تېري، د موټر د غلا او د لوټونې په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ په کابل کې یو کس د وژنې، په کندهار کې دوه تنه د موټر د غلا او همدارنګه د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې هم یو کس د تېري او دوه تنه نور د خلکو د قیمتي مالونو د لوټولو په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.