د هېواد په دوه ولایتونو کې د نشه يي توکو ۴تنه قاچاقبران ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۰ - ۱۰:۶
r

د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یاد ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو ضد ځينې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه يي توکو درې قاچاقبران له ۱۵ کیلوګرامه ښيښه سره نیولي دي.
بلخوا؛ د نشه يي توکو یو قاچاقبر چې یو کیلوګرام هیرویین یې په خپله ګېډه کې ځای پر ځای کړي وو، د فاریاب ولایت د میمنې ښار په ورودي دروازه کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.