کابل او کندوز کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو منسوبینو په کابل او کندوز ولایتونو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کابل ښار د شپږمې، یوولسمې او دولسمې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور او یو کس د "ښيښه" د قاچاق او همدارنګه د کندوز ښار په "انګور باغ" سیمه کې هم دوه تنه د څه باندې یو کیلوګرام چرسو او یوې قبضې تفنګچې د قاچاق په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.