خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

۳ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۰ روږدي د بستر لپاره راټول کړي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د روږدو د راټولولو په لړ کې ۱۵ روږدي په لغمان، ۱۲ تنه په فراه او ۳ تنه په پروان کې راټول کړي او روغتیایي مرکزونو کې یې بستر کړي دي.

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۱:۴۰
Background image

امنیتي ځواکونو؛ په اوو ولایتونو کې ۳۰ تنه نیولي دي

امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې په اوو ولایتونو کې د غلا، ځورونو، ځنګلونو ناقانونه وهلو او اخلاقي فساد په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۳ تنه د ځورونو په تړاو په تخار، اته. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۱:۴۰
Background image

سرپل کې؛ پولیسو د جنایي جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیولي

د سرپل امنیه قومندانۍ منسوبینو تېرو اوو ورځو کې د غلا، وهلو ټکولو، ناقانونه وسلو ګرځولو، اخلاقي فساد او نشه یي توکو کارولو په تړاو ۱۵ تنه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نیولي دي.

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۱:۴۰
Background image

۴ ولایتونو کې؛ پولیسو د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۱۹ تنه نیولي

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو په مهال دوه تنه له ۶۶ کیلو ګرامه اېف سره د هرات په زاول ولسوالۍ او دوه تنه د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۵ کیلو ګرامه شیشې(میتامفتامین). . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۱:۴۰
Background image

کابل کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو په لړ کې ۲۱ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.
پولیسو له نیول شویو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې؛ پولیسو د ۱۴۶۰ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخنیوی کړی

د ننګرهار امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یو کشفي عملیات په لړ کې د ۱۴۶۰ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخه نیولې ده.
پولیسو یې په تړاو ۱۵ تنه نیولي هم. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۱:۴۰
Background image

امنیتي ځواکونو؛ شپږو ولایتونو کې ۲۰ تنه نیولي دي

امنیتي پولیسو په کندهار، نیمروز، بلخ، کندز او ننګرهار کې د غلا، د وژنې نیت لرلو او عامه نظم ګډوډولو په تړاو ۲۰ تنه نیولي ‌دي.
له ډلې یې، ۱۱ تنه د غلا او عامه نظم ګډوډولو په تړاو په کندز. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۱:۴۰
Background image

تخار کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي

د تخار امنیه قومندانۍ امنیتي منسوبینو د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د غلا، قمار، اخلاقي فساد او او نشه یي توکو کارولو په تړاو ۲۱ تنه نیولي دي.

شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار د جاپان هیواد د ساساکاوا د سولې بنسټ اجرایوي رئیس "اتسا ادا چی" او په افغانستان کې د جاپان سفارت له مرستیال "تن موتو" سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق همکار د جاپان هیواد د ساساکاوا د سولې بنسټ اجرایوي رئیس "اتسا ادا چی" او په افغانستان کې د جاپان سفارت له. . .

Pagination