په جوزجان کې د ۳۱ کلن سړي د وژنې په تړاو ۳ تنه ونیول شول
د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ کشفي او امنیتي ځواکونو په څو هدفي عملیاتو کې، د یوه ۳۱ کلن سړي د وژنې په تړاو درې تنه د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې نیولي دي.
نیول شویو کسانو یاد سړی د چړو په وسیله وژلی و، چې د امنیتي ځواکونو د یوې ورځې هڅو په پایله کې یې عاملین وپېژندل شول او ونیول شول.