د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ په امنیې قوماندانۍ کې د جومات ودانۍ پرانیستل شوه
د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په امنیې قوماندانۍ کې د یوه نوي جوړ شوي جومات ودانۍ د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت د تعمیراتو لوی رئیس مولوي عنایتالله رشید، د یادې ولسوالۍ د ولسوال او یو شمېر نورو مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شوه.
په دې مراسمو کې د جومات د جوړېدو پر اهمیت خبرې وشوې او څرګنده شوه چې د یاد جومات په جوړېدو سره به د امنیې قوماندانۍ منسوبینو او اړوندو کسانو ته د لمانځه او عبادت لپاره مناسب ځای برابر شي.
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اړوندو ادارو د اړتیاوو د پوره کولو او د کاري چاپېریال د ښه والي په موخه د ودانیو او تاسیساتو د جوړولو او ترمیم چارې ترسره کوي.