د لوګر امنیې قوماندانۍ تخنیکي ټیم ۹۲ عرادې نظامي وسایط ترمیم کړل
د لوګر ولایت امنیې قوماندانۍ د تخنیک او وسلو مدیریت منسوبینو د اړوندو جزوتامونو ۹۲ عرادې بېلابېل تخنیکي وسایط، چې خراب شوي وو، بېرته ترمیم او فعال کړل.
همدارنګه، د یاد بهیر په ترڅ کې د لوګر امنیې قوماندانۍ د ټولو اړوندو جزوتامونو په نقلیه وسایطو کې پخوانۍ «پولیس» کلمه لرې او پر ځای یې د «شرطه» کلمه، سریال نمبر او ځانګړې نښې نصب شوې.