په پکتیکا ولایت کې له ۱۵۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له ۱۵۰ اړمنو او سوالګرو کورنیو سره، چې د موظفې کمېټې له لوري مستحقې پېژندل شوې وې، له هرې کورنۍ سره ۴ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د اړمنو او بېوزله کورنیو د ملاتړ په موخه د ورته مرستو لړۍ د هېواد په کچه روانه ده.