د کورنیو چارو سرپرست وزير په پکتیا کې دوو جلا ناستو ته وينا وکړه
د کورنیو چارو سرپرست وزير محترم خليفه سراج الدين حقاني د پکتیا مرکز ګردېز او وزې ولسوالۍ کې جوړو شوو ولسي ناستو کې ګډون وکړ.
د پکتيا يو قومي مشر حاجي محمد "ګردېزي" خليفه صاحب ته د ښه راغلاست تر څنګ، د هېواد شمالي سيمو ته د محترم حقاني سفر وستايه او د ګڼو بنسټي پروژو پلي کول يې د هېواد رغونې په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو ښه بېلګه وبلله.
دغه راز يو بل قومي مخور ملک محمد شریف وویل: د پخواني اسلامي امارت په وخت کې د پکتیا اوسيدونکو د مرحوم جلال الدين حقاني په امر له امارت سره بیعت وکړ چې تر ننه د همدې همکارۍ وياړ لري.
ډاکټر محمد نادر "نوري" له ولس سره د امنيتي سرتېرو چلند اصولي وباله او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې يې د اسلامي امارت هلې ځلې و ستايلې.
خلیفه صاحب وویل:
افغانستان د ابادۍ نوي دور ته ننوتلی د هېواد د فزيکي رغونې ترڅنګ د افرادو فکري او قلبي جوړښت هم اړين دی.
د نړۍ ټولو هېوادونو له دولتي، نظامي او اقتصادي ځواکونو او همکارۍ سره سره په تېرو شلو کلونو کې په هیڅ کلي او ولسوالۍ کې سوله نه ده ټینګه شوې، د نن ورځې سوله او امنیت د افغانستان د داخلي او ملي مشروعیت ستر ثبوت دی.
خلیفه صاحب وویل: د یو داسې هیواد وګړي یو چي د اسلام په مبارک دین، ګډو ارزښتونو او د خپلواک افغانستان په مشترکات سره تړلي یو. د پردیو یرغل زموږ په مشترکو ارزښتو زموږ اتحاد لا غښتلی کړ.
ده وویل، په ګډه مو ستر دښمنان مات کړل، اوس به په ګډه وطن هم ابادوو.
دغه راز یې وویل: د امریکا ولسمشر جوبایډن هوښیاري وکړه چې د مجاهدینو جهادي مبارزې له زور اخیستو سره یې خپل ځواکونه وایستل.
خلیفه صاحب دا هم زیاته کړه چې افغانان یو خاکساره ملت دی، له چا سره زورزیاتی نه کوي، خو د چا یرغل ته هم نه تسلیمېږي.
محترم حقاني د دې سفر پر مهال د وزې ولسوالۍ په علي احمد خېلو سيمه کې جوړ شوی جامع جومات هم پرانېست.