خوست کې د پولیسو له خوا یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
moi

د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په بوریخېلو کلي کې، د استخباراتي مالوماتو په اساس ۱۶ فیره مرمۍ، ۶۲ ملي مټره هاوان، څلور فیره مزایل مرمۍ، دری فیره پسلګت مرمۍ، دری فیره راکېټ انداز مرمۍ، څلور کړۍ چسپکي ماینونه، د ریموټ کنټرول یو فیر د توپ ۷۵ ملي مټري مرمۍ د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د غیرې مسووله وسله والو پر یوې ډلې د ځانګړو ځواکونو او ملي پولیسو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، یو تن له څلور میله کلاشینکوف سره یو ځای نیول شوی او د پاتې نورو د نیولو عملیات یې هم جریان لري.