خوست کې د پولیسو له خوا یو شمېر وسلې او مهمات نیول شوي دي.

rozi_moi
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
moi

د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ په بوریخېلو کلي کې، د استخباراتي مالوماتو په اساس ۱۶ فیره مرمۍ، ۶۲ ملي مټره هاوان، څلور فیره مزایل مرمۍ، دری فیره پسلګت مرمۍ، دری فیره راکېټ انداز مرمۍ، څلور کړۍ چسپکي ماینونه، د ریموټ کنټرول یو فیر د توپ ۷۵ ملي مټري مرمۍ د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې د غیرې مسووله وسله والو پر یوې ډلې د ځانګړو ځواکونو او ملي پولیسو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، یو تن له څلور میله کلاشینکوف سره یو ځای نیول شوی او د پاتې نورو د نیولو عملیات یې هم جریان لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲ - ۱۲:۳۰
Background image

پولیسو درې وسله وال غله نیولي دي.

د بغلان ولایت د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې، یو وسله وال غل نیول شوی. یاد غله د دوشي – خنجان پر لویه لار په وسله والو غلاو لاس پورې کوه؛ چې د ملي پولیسو له خوا له یو میل کلاشینکوف. . .

چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱ - ۱۶:۲۵
Background image

فراه کې یو ترهګر طالب وژل شوی.

د فراه ولایت په ګرجي شهر کلي کې د ملي پولیسو او امنیت په ګډو عملیاتو کې یو ترهګر طالب وژل شوی دی.
یاد ترهګر طالب غوښتل دولتي کار کوونکي نښه کړي، له وژل شوي ترهګر طالب څخه درې تنفګچې د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۱ - ۱۳:۸
Background image

هرات کې درې تنه د وسله والې غلا په تور نیول شوي

د هرات ولایت د اومې ناحیې اړوند سیمه کې، پولیسو درې تنه د وسله والې غلا په تور نیولي دي. نیول شویو کسانو هرات کې په بېلابېلو وسله والو غلاو کې لاس درلود.

بېرته خبرونه ته