کارموندنی خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د روغتيايي چارو لوی ریاست د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د خدماتو د کیفیت د لوړولو او د مسلکي ظرفیت د پیاوړتیا په موخه په مرکز، قطعاتو، اپاراتو، جزتامونو او ولایتونو کې د وړ، بااستعداده او مسلکي کادرونو د جذب لپاره لاندې بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلانوي.
له همدې امله له ټولو شرایطو پوره کوونکو علاقهمندانو څخه غوښتنه کېږي، چې خپل غوښتنلیکونه د اړوندو اسنادو (د تابعیت تذکرې کاپي، تحصیلي اسناد، د کاري تجربې اسناد او نور اړین مدارک) سره یوځای د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د حمل میاشتې تر 20 نېټې پورې په اعلان کې ذکر شوو پتو ته وسپاري.
ناوخته رسېدلي او یا نیمګړي اسناد به د ارزونې وړ و نه ګرځي.
په درنښت
د روغتيايي چارو لوی ریاست