Pastنور دلته

شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره شپه د کندهار ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د خاکرېز ولسوالۍ په شرغۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په. . .
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

هرات کې د ترهګرو طالبانو د نامي قومندان ملا غوث الدین په ګډون نهه نور ترهګر طالبان ووژل شول.

 
تېره شپه د ترهګرو طالبانو یوې ډلې چې ملا غوث الدین یې مشري پر غاړه درلوده، د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په معلومه سیمه کې پر امنیتي پوستو برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون. . .
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

کابل کې څلور وسله وال غله ونیول شول.

د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې څلور وسله وال غله ونیول شول.
یاد غله د پولیسو تر څار لاندې وو، چې تېره ورځ د یو لړ عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.
 
نیول شوي. . .
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

کاپیسا کې د وسایطو ضد یو بشکه ماین کشف او شنډ شو.

د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د امنیه قومندانۍ سیمه ییزو پولیسو د وسایطو ضد یو بشکه ماین کشف کړ.
ترهګرو طالبانو یاد بشکه يي ماین د کوچیانو د نواباد سړک پر مسیر د امنیتي. . .
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۳:۵۷
Background image

غور کې شپږ ترهګر طالبان ووژل شول.

تېره شپه د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ په اړوند سیمو کې امنیتي ځواکونه له ترهګرو طالبانو سره ونښتل، چې په ترڅ کې یې شپږ ترهګر طالبان ووژل شول.
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۱:۱
Background image

لغمان کې درې ترهګر طالبان ووژل شول.

تېره ورځ ترهګرو طالبانو غوښتل چې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ اړوند په شیخ صاحب بازار کې د تخریبي او ترهګریزو کړنو په موخه دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

خوست کې د غیرقانوني وسلو او د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو څلور تنه ونیول شول.

تېره ورځ د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند ملي پولیسو یو تن له یو میل کلاشینکوف سره، دوه تنه له دوه میله تفنګچو سره او یو تن له یو شمېر نشه يي توکو سره چې د شیشه له ډوله وو، نیولي دي.. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۰:۴۹
Background image

خوست کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی.

تېره ورځ د خوست ولایت د مرکز اړوند په متون ګلزار سیمه کې ملي پولیسو یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړ.
یاد ماین ترهګرو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدومخکې. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیا کې د ترهګرو طالبانو دوه مهم ډلمشران ووژل شول.

تېره ورځ د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ پر اډې ترهګرو طالبانو برید کړی، چې د زرمت ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له ځوابیه غبرګون سره مخ شوي دي.
د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې. . .

Pagination