کاپیسا کې د وسایطو ضد یو بشکه ماین کشف او شنډ شو.
د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د امنیه قومندانۍ سیمه ییزو پولیسو د وسایطو ضد یو بشکه ماین کشف کړ.
ترهګرو طالبانو یاد بشکه يي ماین د کوچیانو د نواباد سړک پر مسیر د امنیتي ځواکونو د نښه کولو په موخه ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدو مخکې د ملي اردو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ کړل شو.