هرات کې د ترهګرو طالبانو د نامي قومندان ملا غوث الدین په ګډون نهه نور ترهګر طالبان ووژل شول.
تېره شپه د ترهګرو طالبانو یوې ډلې چې ملا غوث الدین یې مشري پر غاړه درلوده، د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په معلومه سیمه کې پر امنیتي پوستو برید کړی، چې د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.
په یاده نښته کې د ملا غوث الدین په ګډون نهه نور ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ یې سخت ټپیان دي.
نښته کې ترهګرو طالبانو ته درانه زیانونه اوښتي او د کرخ ولسوالۍ له اړوند سیمو په تېښته شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د یادې نښتې په لړ کې درې امنیتي ځواکونه هم شهیدان شوي دي.