خوست کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی.
تېره ورځ د خوست ولایت د مرکز اړوند په متون ګلزار سیمه کې ملي پولیسو یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړ.
یاد ماین ترهګرو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړی و، چې هدف ته له رسېدومخکې د خوست د امنیه قومندانۍ اړوند انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ او چاودنه ورکړل شوه.