Pastنور دلته
هرات کې دوه غیرمسووله وسله وال او بدخشان کې یو کس د ترهګریزو فعالیتونو په تور ونیول شول.
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات – اسلام کلا د لویې لارې له اړوند سیمو دوه غیرمسووله وسله وال نیولي او له یاد کس څخه دوه میله وسلې او یو شمېر نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته. . .
هېواد کې د تېرې اونۍ په لړ کې د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ په پایله کې له څو ترهګریزو او جنايي پېښو مخنیوی شوی.
د پولیسو له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د هېوادوالو د همکارۍ په ترڅ کې د کابل، فراه، خوست، سمنګان، کندز او هرات ولایتونو کې له ۱۴ ماین چاودنو او د چاودېدونکو توکو له چاودنې مخنیوی شوی او د. . .
ننګرهار کې ۸۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو او ولایتي ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار، سرخرود، بهسودو او غني خېلو ولسوالیو په اړوند سیمو کې عملیات ترسره. . .
وردګو کې ۶۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د میدان وردګو ولایت د جلرېز، نرخ، مرکز میدان ښار او دایمیرداد ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې د قاري سیدآغا، قومندان ارسلا، ملا فیض، قاري خالد،. . .
کندز کې دوه شکمن کسان ونیول شول.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو کندز ولایت کې دوه شکمن کسان له یو میل کلاشینکوف وسلې سره ونیول.
یاد کسان د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د کندر ولایت د مرکز له اړوند ناصري کلي نیول شوي دي.
غور کې د ترهګرو طالبانو د باج اخیستنې مسوول ونیول شو.
د غور ولایت د فېروز کوه ښار په سنګ آتش الله یار سیمه کې د ترهګرو طالبانو د باج اخیستنې مسوول ونیول شو.
احسان الله نومی چې غور کې یې د ترهګرو طالبانو د باج اخیستنې مسوولیت پرغاړه درلود،. . .
کابل کې له غیرمسووله وسله والو یو شمېر وسلې او نظامي تجهیزات ټول شول.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د غیرقانوني او هغه وسلو د ټولولو په موخه عملیات ترسره کړل، چې جواز یې نه درلود.
د یادو عملیاتو په پایله کې. . .
فاریاب کې د ترهګرو طالبانو د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف شوه.
نن د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په کټه کلا کلي کې په لاره اچول شوي وو، د ترهګرو طالبانو د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه. . .
د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ د "عدالت د روغتیا او روغتیا د عدالت لپاره" تر شعار لاندې ولمانځل شوه.
نن کورنیو چارو وزارت کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ د "عدالت د روغتیا او روغتیا د عدالت لپاره" تر شعار لاندې د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په یاده غونډه کې. . .