کابل کې له غیرمسووله وسله والو یو شمېر وسلې او نظامي تجهیزات ټول شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۲ - ۱۲:۳۰
ی

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د غیرقانوني او هغه وسلو د ټولولو په موخه عملیات ترسره کړل، چې جواز یې نه درلود.
د یادو عملیاتو په پایله کې څلور میله کلاشینکوفونه، ۲۰ عدده شاجورونه، دوه میله تفنګچې، یو عراده لنډکروزر موټر او یو شمېر نظامي تجهیزات له غیرمسووله وسله والو څخه د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز درې غیر مسووله وسله وال نیول شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د غیرقانوني او هغه وسلو د ټولو په موخه به په کابل کې عملیات دوام ولري، چې قانوني جواز نه لري.
ملي پولیس غیرمسووله وسله والو ته خبرداری ورکوي، چې له نظامي یونیفورم او تجهیزاتو ګټنه ونه کړي او بې جوازه وسلې امنیتي بنسټونو ته وسپاري.