Pastنور دلته

شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۱:۲۰
Background image

پکتیا کې درې ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بېګا شپه ترهګرو طالبانو د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اړوند پر سپین غر پوستې برید کړی، چې د ملي پولیسو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه ترهګر. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۱:۱۷
Background image

هلمند کې د ترهګرو طالبانو پنځه پټنځایونه له منځه وړل شوي.

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په حیدراباد سیمه کې افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو پنځه پټنځایونه له منځه وړي او د ترهګرو. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۰:۵۷
Background image

د ترهګرۍ روزنې لپاره پاکستان ته د څلورو ماشومانو لېږدوونکی ونیول شو.

د ننګرهار ولایت په تورخم ښارګوټي کې د کمیسارۍ پولیسو او د امنیت مدیریت منسوبینو یو تن چې غوښتل یې څلور ماشومان پاکستان ته د ترهګرۍ روزنې په موخه ولېږدوي، له ماشومانو سره یو ځای ونیول شو. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۰:۴۶
Background image

ډایکنډي کې یو شمېر مهمات او چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول.

تېره ورځ د ډایکنډي ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او ملي امنیت ځواکونو یو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو زیات شمېر درنې وسلې، مهمات او. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۰:۲۰
Background image

لوګر کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو لوګر کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.

شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۹:۲۱
Background image

د کابل سروبي ولسوالۍ کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ ترهګر طالبان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
یاد عملیات د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له. . .

شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۸:۵۷
Background image

فاریاب کې یو انسان تښتوونکی ونیول شو.

د فاریاب ولایت منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو کس د میمنې ښار د یو مېشتي د تښتونې په تړاو نیولی دی.
نیول شوي کس یوه میاشت دمخه یو کس د میمنې ښار په اړوند سیمو کې تښتولی و.

شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۸:۴۰
Background image

ننګرهار کې یو کس له نظامي تجهیزاتو او مهماتو سره ونیول شو.

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو کس له نظامي تجهیزاتو او مهماتو سره یوځای ونیول شو.
یاد کس د عامه امن ځواکونو لخوا نیول شوی، چې د خوږیاڼي ولسوالۍ د ارغچ سیمې. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۶ - ۱۵:۶
Background image

خوست کې د یوې چاودنې مخنیوی وشو.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو کړۍ ماین کشف او شنډ کړ.
ترهګرو طالبانو د اسماعیل خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې لپاره یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له. . .

Pagination