پکتیا کې درې ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

بېګا شپه ترهګرو طالبانو د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ اړوند پر سپین غر پوستې برید کړی، چې د ملي پولیسو له مقاومت سره مخ شوي دي.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې مرګونی ټپي شوی دی.
نښته کې پولیسو ته کوم زیان ندی اوښتی.