ډایکنډي کې یو شمېر مهمات او چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۴/۸ - ۱۰:۴۶
s

تېره ورځ د ډایکنډي ولایت په اشترلي ولسوالۍ کې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او ملي امنیت ځواکونو یو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو زیات شمېر درنې وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي کشف او ضبط شوي دي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې یو میل کلاشینکوف، ۵۳ ډزه هاوان ګولۍ، اته ډزه د ۸۲ ملي متري توپ ګولۍ، دوه کړۍ ماینونه او یو شمېر نور مهمات کشف او ضبط شوي دي.