ننګرهار کې ۸۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۲ - ۱۷:۴۱
12

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو او ولایتي ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار، سرخرود، بهسودو او غني خېلو ولسوالیو په اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۸۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف اوضبط کړي دي.
د یادو عملیاتو په لړ کې پنځه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
له نیو شویو کسانو څخه دوه عرادې موټر هم چې نشه يي توکي یې پکې ځای پر ځای کړي وو، د پولیسو لاسته ورغلي دي.