کابل کې څلور وسله وال غله ونیول شول.

د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې څلور وسله وال غله ونیول شول.
یاد غله د پولیسو تر څار لاندې وو، چې تېره ورځ د یو لړ عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي.
نیول شوي کسان د عنایت قچي د ډلې غړي دي، چې کابل کې یې په بېلابېلو جرمي قضیو لکه: وسله والې غلاوې، انسان تښتونو او وژنو کې یې لاس درلود.
له یادو کسانو پنځه میله وسلې او مهمات یې او یو شمېر نور نظامي تجهیزات د پولیسو لاسته ورغلي دي.