Pastنور دلته
کابل کې یو کس د وژنې په تړاو ونیول شو.
تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کس د وژنې په تړاو نیولی دی.
یاد کس د پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دیارلسمې حوزې له اړوند سیمو نیول شوی دی.
نیمروز کې ۲۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
په ضبط شویو نشه يي توکو کې ۲۰. . .
بغلان پوهنتون ته څېرمه د یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د پلخمري ښار په قشلاق سیمه کې له یو کړۍ ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د بغلان پوهنتون د دروازې په وړاندې ځای پر ځای کړی و،. . .
کندهار او خوست کې ۱۰ ترهګر طالبان او غیر مسووله وسله وال نیول شوي دي.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو اوه ترهګر طالبان نیولي، چې په ښار او ولسوالیو کې یې ترهګریز فعالیتونو ترسره کول.
د یادو ترهګرو په ډله کې دوه یې غلچکي بریدګر او پنځه نور یې جنګي. . .
هغه سړي چې خپلې مېرمنې ته یې اور اچولي و، ونیول شو.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د لسمې حوزې منسوبینو هغه سړی نیولی چې مېرمنې ته یې اور اچولی و.
د څېړنو په اساس یاد کس منلې چې له مېرمنې سره یې تر لفظي شخړې وروسته هغه د تېلو په وسیله. . .
فاریاب کې درې ماشومان د بدن غړو د قاچاقبرانو له منګلو وژغورل شول.
د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو درې ماشومان د بدن غړو د قاچاقبرانو له منګلو ژغورلي دي.
انسان تښوونکو یاد ماشومان کابل کې له تښونې وروسته د. . .
کابل او غزني کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ولایت د اتمې، لسمې او اولسمې ناحیو؛ پغمان او بګرامیو ولسوالیو کې د پنځو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د یو شمېر نشه يي. . .
پولیسو ۳۵۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په نیمروز، کندز او ننګرهار ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د ۳۵۸ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.. . .
د امنیت په برخه کې د ښځو د مشورتي کمېټي شپږمه غونډه جوړه شوه.
نن له غرمې مخکې کورنیو چارو وزارت د امنیت په برخه کې د ښځو د مشورتي کمېټې د شپږمې غونډې کوربه و.
په دې غونډه کې د هېواد لومړۍ مېرمنې، د کورنیو چارو او ملي دفاع سرپرست وزیرانو او. . .