کندهار او خوست کې ۱۰ ترهګر طالبان او غیر مسووله وسله وال نیول شوي دي.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو اوه ترهګر طالبان نیولي، چې په ښار او ولسوالیو کې یې ترهګریز فعالیتونو ترسره کول.
د یادو ترهګرو په ډله کې دوه یې غلچکي بریدګر او پنځه نور یې جنګي طالبان دي، چې له درې میله کلاشینکوفونو، شپږ عدده شاجورونو او دوه کړیو ماینونو سره د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت منسوبینو هم درې غیرمسووله وسله وال نیولي دي.
یادو کسانو د عامو خلکو په ځورونو، شکونو او لار نیونو کې لاس درلود، چې په باک ولسوالۍ کې له درې میله کلاشینکوفونو سره لاس په لاس نیول شوي دي.