Pastنور دلته

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۰:۱۷
Background image

کابل کې درې تنه د غیرقانوني وسلو د غلا او لېږد په تړاو ونیول شول.

تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د لومړۍ او نولسمې ناحیې له اړوند سیمو یو تن د پیسو د غلا او دوه تنه نور د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۰:۷
Background image

کندهار کې دوه بریدګر ووژل شول.

تېره ورځ د کندهار ولایت د پنځمې او څوارلسمې حوزو په اړوند سیمو کې دوه بریدګر ووژل شول.
یادو بریدګرو غوښتل چې د پولیسو پر ګزمو برید وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا له پښو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۰:۵
Background image

خوست کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دا ترهګر طالبان هغه مهال په نښه شول چې غوښتل یې د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۹:۵۳
Background image

لوګر کې ۴۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول.

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شویو ماینونو او چاودېدونکو توکو د شنډولو په موخه یو لړ عملیات په لاره اچولي وو.
د دې عملیاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۹:۴۵
Background image

پر زرغون بهیر دفتر د برید په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه!

تېر مازدیګر شاوخوا ۰۴:۴۰ دقیقې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنانو د کابل ښار د  څلورمې حوزې په اړوند سیمه کې د زرغون بهیر دفتر مخې ته موټر بم چاودنه وکړه او له هغې وروسته یې په وسله. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۸:۴۲
Background image

کورنیو چارو وزارت کې د اراضي د معلومات ورکونې سیسټم پرانیستل شو.

نن ماسپښین د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي او ستر امنیتي معین ارکانحرب خوشحال سعادت د یاد وزارت د اوپراسیون او پلان په عمومي ریاست کې د اراضي د معلومات ورکونې سیسټم (GIS). . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۴:۲
Background image

پکتیکا کې د څلورو ماین چاودنو مخه ونیول شوه.

تېره ورځ د پکتیکا ولایت په وړممۍ او سروضې ولسوالیو کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی دی.
ترهګرو طالبانو درې کړۍ ماینونه په وړممۍ او یو کړۍ ماین په سروضې ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ځای پر. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۳:۵۱
Background image

فراه کې ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره شپه د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ځواکونه د مرکز په باغ نو کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د یادې نښتي په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر په ګډون ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۶ - ۱۲:۳۵
Background image

کابل کې د ترهګریزو کړنو په تړاو  درې شکمن کسان ونیول شول.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګریزو کړنو په تړاو درې شکمن کسان نیولي دي.
یاد کسان په توره خېل کلي. . .

Pagination