خوست کې څلورو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
![ب](/sites/default/files/2019-07/67577538_1413740972097129_3024014279008321536_n_7.jpg)
د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دا ترهګر طالبان هغه مهال په نښه شول چې غوښتل یې د موسی خېلو ولسوالۍ د لادور سیمې پر سړک ملکي خلک تلاشي کړي.
له ترهګرو طالبانو یو میل دهشکه او یو شمېر مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
په دې نښته کې امنیتي ځواکونو او خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی.