Pastنور دلته

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۸:۱۲
Background image

جوزجان کې یو ترهګر طالب ونیول شو.

د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د آقچې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو ترهکر طالب نیولی دی.
دا کس د جوزجان ولایت لپاره د ترهګرو طالبانو د والي مرستیال له کلیدي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۸:۶
Background image

کابل کې دوه تنه د وسله والې غلا په تړاو ونیول شول.

تېره شپه د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو دوه تنه د وسله والې غلا په تړاو نیولي.
یادو کسانو د ۱۵ حوزې په اړوند سیمو کې د یوه مېشتي لېږدوونکې واسطه تښتولې وه، چې د پولیسو د پلټنو په. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۷:۱۹
Background image

خوست کې د یوې ماین چاودنې مخه نیول شوې.

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د ګربزو ولسوالۍ ملي پولیسو د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ماین چاودنې مخه نیولې.
ترهګرو یاد ماین د نظامي وسایطو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړي. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۵:۱۷
Background image

فراه کې د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر ونیول شو.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یو لړ کشفي راپورونو په اساس د فراه د مرکز له شیخ اباد کلي د ترهګرو طالبانو یو مهم ډلمشر له پېژندنې وروسته نیولی دی.
یاد کس ملا شینګل نومېږي او په. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې درې تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو ونیول شول.

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو او له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په ۱۲ ناحیه کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې درې تنه د ترهګریزو کړنو په تړاو نیولي دي.. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

سرپل کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره شپه د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په توپ خانه او مسجد سبز کلیو کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
د دې نښتې په پایله کې اته ترهګر طالبان وژل شوي او څلور. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۳:۳۰
Background image

بغلان کې ترهګرو طالبانو یو ځل بیا ماته خوړلې.

بغلان کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ترهګرو طالبانو ته درنه مرک ژوبله او زیانونه اړولي.
د یادې نښتې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي ډلمشرانو په ګډون ۵۰ ترهګر طالبان وژل شوي او. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۱:۳
Background image

د ټاکنو پروسې د امنیت د ښه ټینګښت په موخه لا زیات ځواکونه ټاکنیزو سیمو ته لېږدول کېږي.

تېر ماښام کورنیو چارو وزارت کې د ټاکنو لړۍ د لا ښه امنیت د ټینګولو په موخه فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه.
دا غونډه چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ جوړه شوې وه، د کورنیو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۰:۲۸
Background image

اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول.

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار، فاریاب، خوست او کابل ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو. . .

Pagination