خوست کې د یوې ماین چاودنې مخه نیول شوې.

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۱۷:۱۹
01

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د ګربزو ولسوالۍ ملي پولیسو د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ماین چاودنې مخه نیولې.
ترهګرو یاد ماین د نظامي وسایطو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.