بغلان کې ترهګرو طالبانو یو ځل بیا ماته خوړلې.
بغلان کې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ترهګرو طالبانو ته درنه مرک ژوبله او زیانونه اړولي.
د یادې نښتې په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د څو کلیدي ډلمشرانو په ګډون ۵۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.
نښته هغه مهال رامنځته شوه چې ترهګرو طالبانو غوښتل د پلخمري ښار په سفېد خان او قرغان تپې سیمو حمله وکړي، خو په غبرګون کې یې امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو درنه مرګ ژوبله وراړولې.
د دې نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلې دي.