لوګر کې ۴۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول.

rahimzai_moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۸ - ۹:۵۳

تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شویو ماینونو او چاودېدونکو توکو د شنډولو په موخه یو لړ عملیات په لاره اچولي وو.
د دې عملیاتو په پایله کې څلور بخار دیګونه له یوې اوسپنیزې لولې سره او له چاودېدونکو توکو دوه ډک ترموزونه کشف او شنډ شوي دي.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې له یادو چاودېدونکو توکو د لوګر ولایت په اړوند سیمو کې د ترهګریزو کړنو لپاره ګټنه وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د ځانګړو پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.