نیمروز کې ۲۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۳ - ۹:۲۰
ض

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړل.
په ضبط شویو نشه يي توکو کې ۲۰ کیلو ګرامه شیشه او دوه کیلو ګرامه هیرویین شامل دي، چې د قاچاق په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو نشه يي توکي د موټر په ټایرونو کې ځای پر ځای کړي وو.