بغلان پوهنتون ته څېرمه د یوې ماین چاودنې مخنیوی شوی.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د پلخمري ښار په قشلاق سیمه کې له یو کړۍ ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د بغلان پوهنتون د دروازې په وړاندې ځای پر ځای کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.
د ماین چاودنې په مخنیوي سره د زده کړیالانو له لویې مرګ ژوبلې مخنیوی شوی دی.