Pastنور دلته
کابل کې پنځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه د ترهګرو طالبانو د جنګي. . .
د بامیان - بغلان په مرزي سیمو کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بامیان د پولیسو او هوايي ځواکونو په ملاتړ د بامیان - بغلان مرزې سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
د دې عملیاتو په لړ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي. . .
زابل کې څه باندې ۱۰۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول
د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د زابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۰۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي د شیشه له ډوله او ۲۰ لیتره تېزابي او نور کېمیاوي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د یادونې. . .
زابل کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ پولیس په شاه جوی او ارغنداب ولسوالیو کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د دې دوه بېلو نښتو په ترڅ کې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.
د. . .
پولیسو له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی
ملي پولیسو په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو د ملکي مرګ ژوبلې په هدف دوه کړۍ ماینونه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار په پیرباغ او. . .
کورنيو چارو وزارت کې د مکافاتو او مجازاتو اصل پلي کېږي
نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د بدخشان ولایت امنیه قومندان سمونوال اسدالله محمدي ته په بدخشان کې د ښو فعالیتونو او د ترهګرو طالبانو د ځپلو له امله د "مل پاسوالۍ" رتبه. . .
غزني کې له دوه چاودنو مخنيوى شوى
د غزني ولايت د امنيه قومندانۍ منسوبينو د دوه بېلو عملياتو په ترڅ کې د يو کړۍ ځاى پر ځاى شوي ماين او يوې درنې سرګلولې له چاودنې د غزني ښار د دويمې او درېيمې ناحيو په اړوند سيمو کې مخنيوى. . .
پولیسو درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل او تخار ولایتونو کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
پولیسو دوه تنه د کابل په موسهي ولسوالۍ او پنځمې حوزې په اړوند. . .
محمد مسعود اندرابي کونړ کې له قومي مشرانو، علماوو او مدني ټولنو سره وکتل
نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د کونړ ولایت له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او د مدني ټولنو له استازو سره کتلي دي.
محمد مسعود اندرابي د دې کتنې په لړ کې د کونړ. . .