د بامیان - بغلان په مرزي سیمو کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۰:۲۰
5

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د بامیان د پولیسو او هوايي ځواکونو په ملاتړ د بامیان - بغلان مرزې سیمې د ترهګرو طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
د دې عملیاتو په لړ کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
د یادونې ده چې د عملیاتو پر مهال د ترهګرو طالبانو یو شمېر مهمات د پولیسو لاسته ورغلي او هوايي ځواکونو د ترهګرو د جګړه ییزو توکو یو پټنځای په نښه او له منځه وړی دی.