کورنيو چارو وزارت کې د مکافاتو او مجازاتو اصل پلي کېږي

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۸:۲۰
2

نن د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د بدخشان ولایت امنیه قومندان سمونوال اسدالله محمدي ته په بدخشان کې د ښو فعالیتونو او د ترهګرو طالبانو د ځپلو له امله د "مل پاسوالۍ" رتبه ورکړه.

اسدالله محمدي په ټول بدخشان کې په ځانګړې توګه په کران منجان، وردوج او جرم ولسوالیو کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر پټنځایونه له منځه وړي او په یادو ولسوالۍ کې یې ښه امنیت ساتلی دی.

ښاغلي اندرابي په کورنيو چارو وزارت کې د مکافاتو او مجازاتو په اصل ټينګار وکړ او ويې ويل، چې اوس به د کورنيو چارو وزارت هر منسوب د ښو خدمتونو له امله ستايل کېږي او د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ کېږي.