کابل کې پنځه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۱۳:۱۷
4

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له ملي امنیت ځواکونو سره یو ځای د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه تنه د ترهګرو طالبانو د جنګي تسلېحاتو او نظامي تجهیزاتو د ساتنې په تړاو نیولي دي.
د یادونې ده چې یاد نظامي تجهیزات په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لخوا ضبط شوي دي.